د ا.ا لوړو زدهکړو وزارت وایي چې د یاد وزارت عالي شورا په ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وزارت د ا.ا له حاکمیت وروسته په کور دننه د لوړو زدهکړو پرمختګ او پراختیا په موخه په طبیعي او ټولنیزو علومو کې شاوخوا ۱۰۰ د ماسټرۍ او څه باندې ۳۰ د دوکتورا نوې برنامې ایجاد کړي، چې په کمپیوټر ساینس، انجنیري، طب، کرنې او نور برخو کې شاملې دي.
په خبرپاڼه کې د لوړو زدهکړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم له قوله ویل شوي: “هڅه کېږي چې د افغان ځوانانو او افغانستان اړتیاوو پوره کېدو او ځان بسیاینې لپاره د فوق لېسانس برنامې ایجاد شي، چې د دغو برنامو پر مخ وړلو لپاره د داخلي استادانو سربېره، په لوړو معاشاتو بهرني استادان هم ګمارل کېږي او دا لړۍ روانه ده.”
نوموړي همداراز ویلي چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته په تېرو څلورو کلونو کې ډېر اصلاحات راغلي، کیفیت لوړ شوی او معیارونه تطبیق شوي دي.

