د بغلان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «جلګې» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د جلګې ولسوالۍ په «کوتل پَلفي» سیمه کې د یو فلانکوچ موټر د چپهکېدو له امله شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په قربانیانو کې دوې ښځې او اووه سړي شامل دي او په ټپیانو کې څلور ماشومان هم شته.
د بغلان امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا موټر د یاد ولایت له جلګې ولسوالۍ څخه مرکز، پلخمري ته په لاره و او لامل یې د موټر تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده.
په وروستیو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي. بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.