د پوهنې وزارت خبر ورکړی چې د فاریاب ولایت په «قیصار» ولسوالۍ کې د یو لومړني ښوونځي لپاره جوړهشوې ودانۍ ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ودانۍ په ۲ زره ۵۰۰ متره مربع ځمکه د «آزادکوه» لومړني ښوونځي لپاره د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې: “په یاده ودانۍ کې ۱۳ درسي ټولګي، اداري دفتر، لابراتوار، د ساتونکي خونه، د لمریزې برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال، د پاکو اوبو څاه، د لاس مینځلو ځای، ۲۳۴ سېټونه مېز او څوکۍ، د ښوونکو لپاره مېزونه او د لوبو میدان شامل دي.”
پوهنې وزارت همداراز ویلي چې د دې ودانۍ په بشپړېدو سره شاوخوا ۴۶۸ زدهکوونکي د زدهکړو له خوندي او معیاري درسي چاپېریال څخه برخمن شوي دي.
د ویلو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو لپاره لسګونه معیاري ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.