ډېر لوستل شوي

راتلونکو لسو کلنو کې به په ټول افغانستان کې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شي

د کابل پوهنتون د نيالګيو د اېښودلو په پروګرام کې د چاپېريال ساتنې رياست مالي او اداري مرستيال مولويعبدالسلام حقاني وویل، دې رياست داسې پلان جوړ کړى، چې پر بنسټ به يې په راتلونکو لسو کلونو کې په ټولهېواد کې شاوخوا ٢٠٠ ميليونه نيالګي کېنول شي. .

د هغه په وينا، د افغانستان ځنګلونه د نه پاملرنې له امله له ۳ سلنې څخه ۱،۵ سلنې ته راټيټ شوي او هيله لري، چېد دغه زيات شمېر نيالګيو په کرلو سره د هېواد د ځنګلونو کچه ۶ سلنې ته لوړه شي.

له بلې خوا د چاپېریال ساتنې ریاست د اقلیم د بدلون رئیس روح الله امین وايي، چې د ملي کلنیو اسناد له مخې به پهټول هېواد کې شاوخوا ۳۰ میلیونه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي او موخه یې دا ده، چې خلکدې پروسې ته وهڅوي.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نورو ولایتونو په پرتله په پلازمېنه کې د نیالګیواېښودل اړین دي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې په هغو سیمو کې چې ککړتیا پکې زیاته وي، نیالګيکېنوي.

د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین زیاتوي، چې د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي په موخه یې په ولایتونو کې دخلکو د پوهاوي پروګرامونه پلي کړي او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي، چې ځنګلونه پرې نه کړي، ځکه دا کار د اقلیم دمنفي بدلون لامل کېږي.

اړوند خبرونه