د خوست مسوولین وایي، د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۱۵۲ رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه افغاني سرې میاشتې ریاست ته ورپېژندل شوي دي.
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز په اېکسپاڼه لیکلي چې دا کسان د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسوولینو له لوري راټول شوي دي.
ښاغلي ګربز لیکلي: “دا رواني ناروغان د خوست سرې میاشتې ولایتي رییس، شیخالحدیث محمد ولي جان عدالتیار تر څارنې لاندې د سرې میاشتې اړوند روغتیايي ټیم لخوا ثبت او معاینه کېږي.”
د مسوولینو په وینا چې راټولو شویو رواني ناروغانو ته به له کتنې وروسته اړین درمل ورکول کېږي او بستر ته اړ ناروغان به د درملنې لپاره د سویل ختیځ زون اړوند د رواني ناروغانو ځانګړي مرکز ته ورپېژندل کېږي.
د خوست ولایت مقام ویاند همداراز لیکلي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست لخوا د رواني ناروغانو د راټولولو دا لړۍ د خوست په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دوام لري.
څو ورځې مخکې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبر ورکړی و چې د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې په ټول هېواد کې «د درملنې په موخه» د رواني ناروغانو د راټولولو لړۍ پیلېږي.

