د هلمند ځايي مسوولین وايي، په یاد ولایت کې ۱۵۲ روږدي کسان تر درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول او د کندهار په ۴ زره بستریز روغتون کې تر شپږ میاشتینۍ درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې: “یادو کسانو ته د شپږ میاشتنۍ درملنې ترڅنګ دیني او حرفوي زدهکړې هم ورکړل شوې چې په دې سره دوی خپله نفقه برابرولی شي.”
د مسوولینو په وینا چې له نشې رغېدلو دغو کسانو له اسلامي امارت مننه کړې چې دوی ته یې د ښې درملنې زمینه برابره کړې وه او ترڅنګ یې د ۴ زره بستریز روغتون د مسوولینو او ښوونکو له روزنې هم خوښي څرګنده کړې ده.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له نشې رغېدلي لسګونه زره کسان خپلو کورنیو ته سالم سپارل شوي دي.
څو ورځې مخکې عامې روغتیا وزارت هم ویلي وو چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په نشهيي توکو د شاوخوا ۴۲ زره کسانو درملنه شوې ده.

