ډېر لوستل شوي

بغلان کې د نشه‌يي توکو له روږدتیا نږدې ۵۰ رغېدلي کسان خپلو کورنیو ته ستانه شوي

د بغلان نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د نشه‌يي توکو له روږدتیا ۴۸ رغېدلي کسان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان د بغلان مرکز او ولسوالیو څخه راټول او له ۴۵ – ۹۰ ورځنۍ درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنېدو له پیله تر اوسه په بغلان کې شاوخوا څلور زره کسان د نشه‌يي توکو له روږدتیا رغېدلي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې دا مهال د بغلان ولایت په بېلابېلو کمپونو کې په نشه‌يي توکو ۱۹۰ روږدي تر درملنې لاندې دي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې په نشه‌يي توکو د لسګونه زره روږدو درملنه شوې ده.
څه موده مخکې عامې روغتیا وزارت اعلان کړی و چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په ټول هېواد کې د شاوخوا ۴۲ زره روږدو درملنه شوې ده.

اړوند خبرونه