د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د هوایي پوهنتون د درې تنو پیلوټانو د فراغت غونډه ترسره شوه.
د اميد راډيو خبريال وايي، په دې مراسمو کې فارغانو د عملي زدهکړو له بشپړېدو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د هوایي ځواک او هوایي مدافع پوهنتون رئیس ارکان مخدوم ابوبکر غفاري په خپله وینا کې ويلي، چې هېڅ هېواد له ټیکنالوژي او لوړو تخصصي مهارتونو پرته نشي کولای له خپلې خاورې دفاع وکړي. ښاغلي غفاري ټینګار کړی، چې پرمختللې پوځي روزنه او تخصصي زدهکړې د ملي دفاع لپاره بنسټیز اهمیت لري.

