ډېر لوستل شوي

شمال زون کې د نږدې ۱۰۰۰ رواني ناروغانو درملنه پیل شوې

په شمال زون کې د امربالمعروف ولایتي مسوولینو له لوري تر دې دمه په رواني ناروغۍ اخته نږدې ۱۰۰۰ کسان د درملنې په موخه راټول او د سرې میاشتې له لوري یې وړیا درملنه پیل شوې ده.
شمال زون کې د سرې میاشتې مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې دا ۹۹۵ رواني ناروغان د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم په بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې راټول شوي دي.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې په دوی کې د ښځو او نارینه‌وو په ګډون ۱۱۰ کسان له بلخ ولایت څخه راټول او د سرې میاشتې د رواني ناروغیو د درملنې مرکز ته ورپېژندل شوي دي.
د بلخ ولایت د امربالمعروف ریاست ویاند، مولوي محمد سرور دانش امید راډیو ته ویلي چې په یاد ولایت کې به دا لړۍ تر هغو روانه وي چې هلته ټول رواني ناروغان بشپړه روغتیا ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا چې دا ۱۱۰ رواني ناروغان له تېرو دوو اوونیو راهیسې د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې راټول او د درملنې په موخه سرې میاشتې ته سپارل شوې دي.
په شمال زون کې د سرې میاشتې مسوولینو دا هم ویلي چې له تېرو دریو کلونو راهیسې له دوی سره ۱۴۰۰ رواني ناروغان ثبت شوي وو چې په هغوی کې ۳۶۸ کسان له رغېدو وروسته کورنیو ته سپارل شوي، او ۱۰۳۲ کسان لا هم تر درملنې لاندې دي.

اړوند خبرونه