د هلمند مسوولینو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د سلګونه کیلو ګرامه نشهيي توکو له کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ۱۳٫۵۰۱ کیلو ګرامه ښیښه، ۵۰ کیلو ګرامه نشادر، ۱٫۵ ګرامه هیروئین، ۹۴ کیلو ګرامه خټه، ۳۰ ګرامه ټابلیت کا ګولۍ او يوه د نشهيي توکو د پروسس کارخانه کشف او ضبط شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې مسوولینو په دې تړاو ۷ کسان نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.
په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د نشهيي توکو د کاروباریانو نیول زیات شوي، او همداراز د دې توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي. د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د هر ډول نشهيي توکو پر کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.

