د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د «شري ناروغۍ» پر وړاندې د ملي واکسیناسیون کمپاین پرانېست غونډه ترسره کړه.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ياد وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په حواله ويلي، چې د نړیوالو د شمېرو له مخې هر کال د واکسینونو د تطبیق په پایله کې د ۴ تر ۵ میلیونو ماشومانو ژوند ژغورل کېږي.
ښاغلي حقاني زياته کړې، د اسلامي امارت بيا ځلې واک ته رسېدو سره په روغتیایي برخو کې مهم پرمختګونه شوي او اوس اړتیا ده چې د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسونه نوره هم پراخه شي.
مولوي حقاني ټینګار کړی، چې په روان ميلادي کال کې به د شري ناروغۍ پر وړاندې دوه ملي کمپاینونه ترسره شي، چې په ترڅ کې به له شپږو میاشتو تر لس کلنۍ پورې شاوخوا ۱۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د روغتیایي خدمتونو مرستیال له خلکو غوښتي، چې د یاد کمپاین په ښه تطبیق کې له واکسیناتورانو سره پوره همکاري وکړي.
په ورته مهال په دې غونډه کې د وقایوي طب عمومي رئيس ډاکټر حیدر خان حیدر ويلي، چې واکسین د ناروغیو د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره ده او د شري پر وړاندې د واکسینونو په تطبیق سره د دغې ناروغۍ پېښې تر ۷۰ سلنې راکمې شوي دي.
ښاغلي حيدر دغه راز له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د سوې تغذیې او نورو اړوندو برخو ته پوره پاملرنه وکړي او همکاري لا زیاته کړي.

