د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له يو پلاوي سره په کتنه کې، په ياد هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او پوځي اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې او څرګنده کړې يې ده، چې دا ډول کړنې بايد بيا تکرار نه شي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې ښاغلي عبدالکبير د کابل او اسلاماباد تر منځ د اړيکو د پياوړتيا او د شته ستونزو د هوارۍ پر لارو چارو د خبرو ترڅنګ ټينګار کړی، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره خبرو او ډيپلوماسۍ ته لومړيتوب ورکوي.
د پاکستان د جماعت اسلامي استازو د افغانستان د سولې او ټيکاو ستاينه کړې او زياته کړې يې ده، چې د اسلامي امارت له بريا سره د افغانستان حالت د ډاډ وړ شوی دی. هغوی همدارنګه د اسلامي امت پر يووالي ټينګار کړی او څرګنده کړې يې ده، چې د اسلامي نظام ټينګېدل به افغانستان د نړۍ لپاره يوه ښه بېلګه وګرځوي.
د خبرپانې له مخې، د پاکستاني علماوو پلاوي د دواړو هېوادونو د علماوو تر منځ د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې او ټينګار يې کړی، چې د کابل او اسلاماباد تر منځ د شخړو د حل يوازينۍ لار د خبرو او تفاهم دوام دی.

