د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ۱۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ ښوونځیو لپاره معیاري ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا ودانۍ د پوهنې وزارت او نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ په مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې د ودانیو چارې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پیل شوې او نن ګټېاخیستنې ته سپارل شوې، او شاوخوا ۱۲ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي او معیاري چاپېریال برابر شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو همداراز ویلي، دا ودانۍ په عصري او معیاري ډول جوړې شوې دي.
په ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دغو ښوونځیو پر جوړېدو خوښي ښودلې او د ورته نورو پروژو د پلېکېدو غوښتنه یې هم کړې ده.

