د ملي دفاع وزارت د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د نهم سرحدي لواء د کشفي او استخباراتي هڅو په پایله کې، تېره اوونۍ پنځوس تنه هغه مهال نيول شوي، چې هڅه یې کوله د هېواد له پولې څخه په ناقانونه توګه د ایران لوري ته واوړي.
ياده قول اردو وايي، له دغو کسانو څخه ۴۴ تنه د اووم کنډک او ۶ تنه د شپږم کنډک لهخوا د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د موسیآباد او «کلایارک» په سیمو کې نیول شوي دي.
د مسوولينو په وينا، له لومړنیو څېړنو وروسته نیول شوي کسان اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. دا په داسې مهال ده، چې د ياد وزارت اړوند قول اردوګانو تر دې وړاندې هم ګڼ کسان ايران او پاکستان ته د غير قانوني اوښتو په تور نيولي وو.

