ډېر لوستل شوي

بلجیم: غواړو د بې‌اسنادو او مجرمو افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو له ا.ا سره خبرې وکړو

د بلجیم د کډوالو او پناه اخېستنې وزیرې «آنلین ون بوسویت» ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي د هغو افغان اتباعو د بېرته لېږلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې وکړي، چې په بلجیم کې په ناقانونه توګه مېشت دي یا د ځينو جرمونو په تړاو تورن شوي دي.

نوموړې له «وي‌ارټي نيوز» سره په مرکه کې ويلي، دا بهیر به یوازې د افغان وګړو د هویت د تثبیت او تخنیکي همکارۍ په کچه وي، نه سیاسي.

هغې زیاته کړې، چې په اروپايي کچه د یوې ګډې تګلارې اړتیا شته، څو هغه کسان چې جرمونه يې کړي یا قانوني اسناد نه لري، خپلو هېوادونو ته واستول شي.

د ون بوسویت دفتر وايي، افغانان په وروستیو کلونو کې د هغو کډوالو له ډلې دي، چې په بلجیم کې یې د پناه غوښتنې ډېرې دوسیې ثبت کړي، خو یوازې د هغوی له نیمایي لږو ته پناه ورکړل شوې ده.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کلونو کې ګڼو هېوادونو هڅه کړې، څو له اسلامي امارت سره د ډیپلوماټیکو او خبرو له لارې خپلې ستونزې او د افغان پناه‌ځای‌غوښتونکو د برخې مسایل حل کړي.

اړوند خبرونه