ډېر لوستل شوي

له «دشت‌ټوپ» ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۲۵ پولیس فارغ شوي

د میدان‌وردګ مسوولین وایي، د یاد ولایت سیداباد ولسوالۍ له «دشت‌ټوپ» ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۲۵ اسلامي پولیس له یو میاشتنیو عقیدتي، نظامي او مسلکي زده‌کړو فارغ شوي دي.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ په رالېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو پولیسو ته د ځانګړو مراسمو پرمهال د فراغت سندونه ورکړل شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه ور پېژندل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې مراسمو کې د دشت‌ټوپ ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندان، مولوي محمد نسیم سعید ویلي چې هلته د بېلابیلو ولایتونو پولیسو ته د یوې میاشتې په موده کې عقیدتي او مسلکي زده‌کړې د باتجربه او مسلکي ښوونکو لخوا ورکړل شوې دي.
په ورته وخت کې تازه فارغ شویو پولیسو ژمنه کړې چې په یاد ښوونیز مرکز کې به له ترلاسه‌شویو زده‌کړو څخه د خلکو د خدمت او هېواد د پرمختګ لپاره ګټه اخلي.

اړوند خبرونه