د اسلامي امارت پر بیا واکمنۍ سره په هیواد کې ګڼې لویې او کوچنۍ پروژې پر کار اچول شوي دي. حتی په دغو پروژو کې داسې هم شته چې پلي کول یې خوب و خیال بلل کېده او داسې پروژې هم پکې شته چې لسګونه-لسګونه کلونه پخوا طرحه شوي، خو د غښتلي هوډ، امکاناتو او امنیت د نه شتون په وجه په همغه نطفه کې خنثی شوي او د رغېدو ارمان یې په زړونو کې خاورې شوی.
د یادو پروژو څخه یوه مهمه او ملي د کاسا۱۰۰۰ ستره پروژه ده چې په بشپړوالي سره به یې هر کال شاوخوا ۴۰- ۴۵ میلیون ډالر عواید افغانستان ته راځي. د اقتصاد وزارت مسوولین وایي چې کاسا۱۰۰۰ د برېښنا او انرژۍ د لېږد یوه لویه پروژه ده چې په په تطبیق سره به یې د قرغزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي.
دا پروژه له منځنۍ اسیا څخه پیل، د شېرخان بندر له لارې به له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار تېرېږي او پر تورخم به پښتونخوا ته اړول کېږي.
د کاسا۱۰۰۰ پروژه د ۱۳۰۰ کیلومتره په اوږدوالي سره شاوخوا به زموږ له خاورې تېرېږي. ویل کیږ ي چې د دغې پروژې په مټ به ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته ولېږدول شي.
د دې پروژې ټول لګښت ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی دی چې نړیوال بانک، امریکا، انګلستان، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پرمختیايي بانک یې د ورکړې ژمنې کړي دي.
ویل کیږي چې د کاسازر پروژې چارې په قرعزستان کې ۹۷ سلنه، تاجکستان کې ۷۰ سلنه، افغانستان کې ۳۰ سلنه او په پاکستان کې ۵۰ سلنه پای ته رسېدلي دي.
د کاسازر پروژې چارې داسې مهال پیلیږي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په یوه وینا کې ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به هیوادوال د لویو پروژو شاهدان واوسي. تر دې وړاندې د ټاپي
پروژې د تطبیق په موخه لیدنې کتنې شوې وې چې اسلامي امارت د ټاپي پروژې د تطبیق هرکلی کړی و او له خپل لوري یې د هر ې ممکنې مرستې ډاډ څرګند کړی.
په هیواد کې معتدل سیاست له سیمې او نړۍ سره راشه درشه د اسلامي امارت د پیاوړي دریځ او ځیرکانه سیاست استازولي کوي. میاشت وړاندې په کابل کې د سیمې د هیوادونو په کچه ناسته بله لاسته راوړنه وه ، چې د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو د وزارت په نامه ثبت شوه.
ددې بحث په پای کې وایو ، دا بیخي ډاګیزه ده چې داسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره او د هیواد د ابادۍ او په هر ډګر کې یې افغانستان په پښو درول دي. که خدای کول په نږدې راتلونکي کې به افغانستان هم د سیمې او نړۍ د سیالانو په نوملړ کې ځانګړی ځای خپل کړي.