ډېر لوستل شوي

نوي ډیلي کې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته؛ هند د سفارتي اړیکو پیاوړتیا او سیمه‌ییزې همکارۍ په تړاو ټینګار کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د هند په پلازمېنه «نوي ډیلي» کې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر سره رسمي ناسته کړې ده.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د خلکو ترمنځ د تګ ــ راتګ، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې، سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې هر اړخیز بحث شوی دی.

مولوي امیر خان متقي د هند له بهرنیو چارو وزیر څخه د سفر بلنې مننه کړې او دا لیدنه یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په لړ کې یو مهم او تاریخي تحول بللی دی. نوموړي هند د سیمې یو مهم هېواد ياد کړی او زیاته کړې يې ده، چې افغانستان او هند نه یوازې دیپلوماتیک، بلکې تاریخي، تمدني او ولسي تړاوونه لري چې له پېړیو راهیسې دوام لري.

د خبر پاڼې له مخې، ښاغلي متقي د افغانستان د پانګونې فرصتونو ته په اشارې ويلي، چې هندي پانګوال کولای شي په کرنه، روغتیا، کانونو، برېښنا، ترانسپورت او نورو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي همداراز هیله څرګنده کړې، چې په هند کې د افغان بندیانو ستونزې حل شي، د واګه بندر د خلاصېدو هڅې وشي او د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د افغانستان د امنیت، د نشه‌يي توکو د قاچاقو د مخنیوي او سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او ټینګار یې کړی، چې هند به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره تعامل ته دوام ورکړي.

شنکر په دې ناسته کې اعلان کړی، چې د دغه هېواد استازولي به په کابل کې د سفارت کچې ته پورته شي او په «نوي ډیلي» کې به د اسلامي امارت دیپلوماتان ومنل شي.

هغه د ننګرهار او کونړ په وروستیو زلزلو کې له افغان ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی.

د ويلو ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د دې دوه اړخیزې ناستې پر مهال ویلي، چې هند د افغانستان د اوبو د مدیریت او مهار په برخه کې له کابل سره همکاريو ته په بشپړ توګه ژمن دی.

اړوند خبرونه