د ایران نوی دفاع وزیر «مهرداد اخلاقي کتابچي» وايي چې د امریکا د بیاځلي برید پر وړاندې به د ایران ځواب «حیرانوونکی» وي.
نوموړي د ایران دفاعي وړتیاوې پیاوړې او عصري بللې، او په وینا یې چې په دې سره یې د دښمن ارزونې او محاسبې بدلې کړې دي.
د ایران نوي دفاع وزیر همداراز ویلي چې ډونالډ ټرمپ باید له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو پر سالم ایستلو فکر وکړي.
مهرداد اخلاقي کتابچي نن (یکشنبه) له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه او د ایران د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

