د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر سرحدي ځواکونو د ۱۵۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیولې ده.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا سکې د افغانستان د پخوانیو پاچاهانو، امانالله خان، نادرشاه او محمدظاهر شاه د واکمنیو دورو پورې تړاو لري چې یوه کس غوښتل په قاچاقي ډول یې بهر ته ولېږدوي.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو دغه سکې د هوايي ډګر د کنټرول پر مهال پېژندلې او ضبط کړې دي.
د سرچینې په وینا، نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته له ضبط شویو تاریخي اثارو سره یوځای عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

