د ټولګټو وزارت وايي، په ۱۴۰۵ لمریز کال کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې ۴۹ پروژې د ۸۴۶ میلیونه او ۴۸۵ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي ودانيزو شرکتونو سره قرارداد او عملي چارې پیل کړې دي.
د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، په دغو پروژو کې د سړکونو ترمیم، بیارغونه، جغلاچونه، پراخول، د ګارډرېلونو نصب او د استنادي دېوالونو، پلونو او پلګوټو بیارغونه شامله ده.
د نوموړي په وینا، ټولګټو وزارت دا مهال د تېر کال د پاتې او روان کال د نويو قرارداد شویو پروژو په ګډون د سړکونو د ساتنې او څارنې ۸۳ پروژې تر کار لاندې لري چې چارې یې په بېلابېلو ولایتونو کې روانې دي.
حقشناس زیاته کړې چې د روان کال په ترڅ کې د سړکونو د ساتنې او څارنې ۳۷ پروژې هم د څه باندې ۱.۲۷ میلیارد افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد ټرانسپورټي زیربناوې پیاوړې، د سړکونو وضعیت ښه او د خلکو د خوندي تګ راتګ ترڅنګ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد ستونزې راکمې شي.

