ډېر لوستل شوي

افغان کرېکټ ملي لوبغاړو د پاکستاني ملېشو وروستيو بريدونو ته غبرګون ښودلی

د کرېکټ ملي لوبغاړو د افغانستان کرېکټ بورډ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی، چې له پاکستان سره یې راتلونکې درې اړخیزه لوبلړۍ لغوه کړې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان د پاکستاني ملېشو له لوري د افغانستان پر خاوره وروستیو هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر شهادت ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.
راشد خان په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د بې‌ګناه خلکو شهيدانول هېڅ ډول توجیه نه‌لري او دا ډول بریدونه د «انسانیت او بشري» ارزښتونو خلاف دي.
نوموړي د افغانستان کرېکټ بورډ هغه پرېکړه هم ستايلې، چې د پاکستان کرېکټ لوبډلې سره یې راتلونکې سیالۍ لغوه کړې ده.
د راشد خان په وینا، دا پرېکړه د هېواد د ولس د درد او غم د شریکولو څرګندونه کوي، او لوبغاړي د خپل ملت تر څنګ ولاړ دي.
دا په داسې مهال ده، چې د راتلونکې نومبر ۱۷مه د افغانستان، سرېلانکا او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه شل اوريزه لوبلړۍ پيلېده.

اړوند خبرونه