د رییسالوزراء د اقتصادي مرستیال د دفتر رئيس عبدالله عزام وايي، پاکستان په ۲۰۲۱کال جون میاشت کې له ملا عبدالغني برادر اخوند څخه غوښتي و، چې اسلامي امارت دې د هلمند په بهرامچه سیمه کې د «اغزن سیم» د تېرېدو مخه نه نیسي.
مفتي عزام، چې د هغه مهال د خبرو ژباړونکی و، ویلي، دا غوښتنه د پاکستان د استخباراتو د مشر فیض حمید له لوري شوې وه.
د ښاغلي عزام په وینا، ملا برادر اخوند د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي و: “زه د سیاسي چارو مسوول یم، او ته له ما سره د نظامي مسئلې په اړه خبرې کوې. دا هغه موضوع ده چې مسوولین یې نظامي کسان دي، هغوی به په خپله ژبه، یعنې په ډزو ځواب درکړي.”
عبدالله عزام دا څرګندونې له هغې انځور سره خپرې کړې، چې د ده په خبره د هماغې کتنې په ماښام دوحه کې اخیستل شوی.
د رياستالوزار د اقتصادي مرستيال دفتر رئيس زياته کړې، اسلامي امارت هغه مهال، سره له دې چې د «۴۵ هېوادونو» پر وړاندې په جګړه بوخت و، خو بیا هم د اغزن سیم د موضوع په اړه له یوه ګاونډي هېواد سره د تقابل او د خپلواکي د دفاع پرېکړه کړې وه.

