عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د مرکزي زون د غصبشویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د «آریا ښارګوټي» څه باندې ۱۸٫۲جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر دې مخکې د آریا ښارګوټي موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصبشویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً یادې محکمې ته سپارلې وه.
د اعلامیې له مخې: “یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفترونو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې د دغه ښارګوټي د ځمکې له مجموعې ۱۸٫۲ جریبه یې، چې په لومړي او دویم فاز کې موقعیت لري، امارتي ده.”
د عدلیې وزارت په وېبپاڼه همداراز لیکل شوي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصبشویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري چې یادې موخې تعقیبوي.

