د ا.ا مرستیال ویاند، ملاحمدالله فطرت وايي چې د رییسالوزراء، ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې په اتمه غونډه کې د هېواد د لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو په اړه بحث او ځینې پرېکړې ترسره شوې دي.
د اعلامیې له مخې چې په غونډه کې له حیرتان څخه تر سپین بولدک پورې (نیو افغان ټرانس) د ریل پټلۍ ګیچ (عرض) ټاکلو اړوند د پلاوي راپور تایید شوی چې یاد ګیچ دې 1520 mm او ورسره دې 1435 mm ګیچ هم په نظر کې ونیول شي.
سرچینې لیکلي: “همداراز پرېکړه شوې چې د مهاجرینو عالي کمیسیون رییس، مولوي عبدالسلام حنفي له لوري دې د مهاجرینو کمیټې راوغوښتل شي او د دوی د کارونو اړوند دې یوه بررسي ترسره شي؛ ترڅو خلکو ته د ځمکو د توزیع پروسه چټکه او هر څه عاجل مستحقینو ته ځمکې ووېشل شي، دغه راز دې هغه موانع هم معلوم کړل شي چې تر دې مهاله یې ځینو سیمو کې دغه پروسه له ځنډ سره مخ کړې.”
د اسلامي امارت مرستیال ویاند دا هم لیکلي چې په غونډه کې پر ځینو نورو مهمو مسایلو هم بحث او په تړاو یې پرېکړې شوې دي.