ډېر لوستل شوي

‘احمدولي هوتک’ خپل روسي سیال  ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي، احمد ولي هوتک بېګاه شپه خپل روسي سیال «آرسن پارخوګاژیف» ته په ‘ټوټل کامبېټ نړیوال فدراسیون’ یا(ډبلیو‌ټي‌کې‌اېف) سازمان کې ماتې ورکړې ده.

دا لوبه پرون شپه د بیلاروس په مېنڅک ښار کې په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې ترسره شوې ده.

یاد افغان لوبغاړي پرخپله فېسبوک‌پاڼه د لوبې ویډيو خپره کړه چې نوموړی پکې د سیالۍ په درېیمه دقیقه کې خپل روسی سیال ماتوي او د اتلولۍ کمربند ګټي.

د ویلو ده چې د افغانستان د ازادو سیالیو ددغه لوبغاړي دا دیارلسمه مسلکي‌ سیالي وه چې ۱۲ یې ګټلې او یوازې په یوې لوبه کې یې ماته خوړلې ده.

اړوند خبرونه