ډېر لوستل شوي

کورنیو چارو وزارت: ناقانوني او ښي لاس موټرونه کنټرولوو

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ښي لاس موټرونو د ثبت او څار چارې یې ګړندۍ کړي دي.

د وزارت مسوولین زیاتوي چې دوی هره ورځ تر شلو پورې غیرقانوني او بې اسناده موټرونه پلازمینې ته له ننوتلو څخه منع کوي.

مسوولین زیاتوي چې ناقانوني او د اسنادو نه‌لرونکي موټرونه پلازمېنې ته نه پرېږدي او هغه موټرونه چې د کابل یا د نورو ولایتونه سټېکرونه لري؛ د ثبت لړۍ یې پیلوي.

کورنیو چارو وزارت یوه خبرتیا خپره کړه چې پکې ویل شوي وو: د ښي لاس موټرو مالکان باید خپل موټرونه په خپله خوښه په خپل ولایت کې ثبت کړي او سټیکرونه ترلاسه کړي. یاده دې شي چې د ټرافیکو د زیاتوالي یو سبب پاکستاني او یوکیلي موټر دي.

اړوند خبرونه