د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په «عسکرکوټ» سیمه کې نن سهار وختي د یو هایلکس او مازدا موټر ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، په دې ترافيکي پېښه کې د هایلکس موټر څلور تنه سپرلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی، او په مازدا موټر کې ۱۶ تنه، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، ټپیان شوي دي.
سرچينه زياتوي، په مازدا موټر کې هغه کډوال سپاره وو چې له ګاونډي هېواد څخه د کندوز ولایت پر لور روان وو.
ويلکېږي، چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د لویو لارو ساتونکو پر وخت ځانونه سیمې ته رسولي، ټپيان او د مړو جسدونه یې د غزني ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.
د امنیه قوماندانۍ د څرګندونو له مخې، د دې پېښې لومړنی لامل د ترافيکي اصولو نهرعایت ښودل شوی دی.

