ډېر لوستل شوي

تېره میاشت په ټول هېواد کې څه باندې ۱۳ زره زېږون‌کارتونه وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان کال په تلې میاشت کې ۱۳ زره ۱۷۵ کسانو ته زېږون کارتونه وېشل شوي دي.
د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دغو کارتونو کې ۹ زره ۶۴ یې د لویانو او ۴ زره ۱۱۱ د ماشومانو دي.
د خبرپاڼې له مخې چې تېره میاشت تر ټولو زیات زېږون‌کارتونه (۱۰ زره او ۲۳۳) کابل کې وېشل شوي او ۱۱۲۵ په خوست، ۸۴۱ په بلخ، ۳۶۸ په هرات او ۳۱۹ زېږون‌کارتونه په ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز ویلي چې ۶ زره ۷۵۲ زېږون‌کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د آسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۶ زره او ۴۲۳ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت آمریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له لوري وېشل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې یادې ادارې همداراز د روان کال په تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۲ زره ۵۰۸ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې تر ټولو زیاتې یې په کابل، کندهار، خوست، هلمند او میدان‌وردګ ولایتونو کې دي.

اړوند خبرونه