اميد راډيو ته باوري سرچينې ويلي، په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو په ډېريو مواردو هوکړه شوې او دا مذاکرات به تر شپې ناوخته پورې دوام ومومي.
د سرچينې په وينا، په روانو خبرو کې به پر څو محدودو مسائلو نن ورځې ترپايه هوکړه وشي.
سرچینې زیاته کړې، چې د مذاکراتو په پای کې د اوربند د غځېدو، د لارو د خلاصون، د بندیانو د ازادېدو د ښه نیت په چوکاټ، د راتلونکې ناستې نېټې او ځای، او ځینې نور مهم موارد په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

