ډېر لوستل شوي

“پکتیا کې یو لابراتوار او څلور کلینیکونه وتړل شول”

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د پکتیا ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې له خصوصي سکټور څخه د نظارت پرمهال یو لابراتوار او څلور کلینیکونه تړل شوي دي.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا لابراتوار او کلینیکونه د غیرقانوني فعالیت او شفري نسخو لیکلو له امله تړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په ګردیز ښار کې د یاد نظارت په ترڅ کې د خصوصي روغتیايي سکټور مسوولینو ته سپارښتنې شوې، تر څو د عامې روغتیا وزارت له اصولو او مقرراتو سره سم فعالیت وکړي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د نظارت پرمهال لسګونه بېلابېل روغتیایي مرکزونه د ورته کړنو په خاطر تړل شوي وو.
بلخوا د روغتیا وزارت ټیمونو په ټول هېواد کې د تاریخ‌تېر درملو او خوراکي توکو د مخنیوي فعالیت هم ګړندی کړی او وخت ناوخت یې له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.

اړوند خبرونه