د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې حوزې مشرې «حنان البلخي» او د ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیایي څانګې له مشر «کریس الیَس» سره کتلي دي.
یاد وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د روغتیا برخې اړوند د همکاریو پر پراختیا هراړخیز بحث شوی دی.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې مولوي نور جلال جلالي د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا، ساري او غیر ساري ناروغیو د کنټرول، د سرویلانس سیستم د تقویې او د پولیو ناروغۍ د له منځهوړلو په برخه کې د اصلاحاتو او همغږۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی. په دې کتنه کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې حوزې مشرې او د ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیایي څانګې مشر د ګډو هڅو او دوامدارو همکاریو د لا پراختیا ژمنه څرګنده کړې ده.

