ډېر لوستل شوي

تېره يوه ورځ کې نږدې ۱۵۰۰ افغان کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی، چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۴۹۰ افغان کورنۍ په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې او د تثبیت، ثبت، لېږد، مالي، روغتيايي او نورو برخو کې اړين خدمتونه هم ورته برابر شوي دي.
د راپور له مخې، د اسلام کلا له لارې ۴۳ کورنۍ، د ورېښمو له لارې ۳۴ کورنۍ او د نږدې دوه زره مسافرو په ګډون، د سپين بولدک له لارې ۱۲۷۳ کورنۍ، او دغه راز د بهرامچې له لارې ۱۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دې موده کې له ۱۲۵۲ کورنیو سره نغدې مالي مرستې شوې، ۷۴۹ کورنۍ چې ۳۵۶۰ تنه کېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې، او راستانه شویو کډوالو ته ۱۱۱۵ د مخابراتي شبکو سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
همداراز د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له بېلابېلو لارو د راستنو شويو کډوالو سلګونه تنه معاينه او درملنه شوې، او لسګونه زره خوراکي توکي او اوبه ورته وېشل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، د راستانه شویو افغانانو د هر اړخيزو خدمتونو او د هغوی د اسانتيا لپاره هڅې روانې دي، څو د کډوالۍ له ستونزو سره مخ هېوادوال بېرته له ټولنيز او اقتصادي پلوه عادي ژوند ته ستانه شي.

اړوند خبرونه