ډېر لوستل شوي

روزګان ولایتي روغتون کې د ۱۰۶ میلیون افغانیو په ارزښت پروژې پلې کېږي

د روزګان ولايت ترينکوټ روغتون ۲۰۰ بستريز ته لوړ شوی او په یاد روغتون کې د ۱۰۶ ميليون افغانيو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کېږي.
د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې د اسلامي امارت د مشرتابه په امر د روزګان ترينکوټ ولايتي روغتون له ۱۰۰ څخه ۲۰۰ بستريز ته لوړ شوی دی.
د دغه ولایت ولايت د عامې روغتيا رییس، محمدالله روحاني امید راډیو ته ویلي چې د بسترونو په ډېرېدو سره به یاد روغتون کې د ۱۰۶ ميليون افغانيو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې شي.
د مسوولینو په وینا چې د يادو پروژو په تطبیق سره به د روغتون خدمتونه لا معياري شي.
بلخوا د ترينکوټ ولايتي روغتون سرپرست، عبدالغفار وطنوال امید راډیو ته ویلي چې په دغه روغتون کې د واټونو د کمښت ترڅنګ د پرسونل او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د دغو پروژو د تطبیق په پایله کې به شته ټولې ستونزې حل شي.

اړوند خبرونه