ډېر لوستل شوي

د وړمې شپې زلزلې له امله ۲۷ هېوادوال شهیدان او نږدې زر نور ټپیان شوي 

عامې روغتیا وزارت د هېواد په شمال کې د وړمې شپې زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې وروستي ارقام خپاره کړي او ویلي یې دي چې د معلوماتو له مخې په دې خونړۍ پېښه کې ۲۷ هېوادوال شهیدان او ۹۵۶ نور ټپیان شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان لیکلي چې په سمنګان کې ۱۳ کسان شهیدان او ۴۱۸ نور ټپيان او په بلخ کې بیا ۱۲ کسان شهیدان او ۴۳۵ نور ټپیان شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې د وړمې شپې زلزلې له امله په بغلان کې یو کس شهید او ۱۹ نور ټپیان ټپیان او همداراز په کندز کې ۶۵ کسان ټپیان شوي دي. 

د عامې روغتیا وزارت ویاند په سرپل کې د یو کس د شهادت ترڅنګ د ټپیانو شمېر ۱۶ او په جوزجان کې ۳ کسان ټپیان اعلان کړي دي.  روغتیا وزارت ډاډ څرګند کړی چې په روغتونونو کې ټپیانو ته لازم تدابیر نیول شوي او درملنه یې جریان لري.

اړوند خبرونه