ډېر لوستل شوي

د افغان فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره مخامخېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د «اسلامي هېوادونو پيوستون» د لوبو په لړ کې خپل وروستی ګروپي سیالۍ د مراکش پر وړاندې ترسره کوي.

دا لوبه نن شنبه د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره کېږي.

د افغانستان فوټسال لوبډله په دې سیالیو کې ښه ځلېدلی، ځکه تاجیکستان یې مات کړی او له ایران سره یې لوبه بې‌پايلې (برابرۍ) ختمه کړې ده. تمه کېږي، چې د نننۍ لوبې پایله د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د پرمختګ په برخه کې مهمه ونډه ولري.

اړوند خبرونه