عامې روغتیا وزارت په لوګر، لغمان او پکتیا ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه د نظارت خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د یاد نظارت په پایله کې په لوګر ولایت کې شپږ درملتونونه او څلور کتنځایونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې همداراز په پکتیا کې ۴۵ قلمه له نېټې تېر خوراکي او په لغمان کې ۲۳ قلمه بېکیفیته او له نېټې تېر مواد راټول شوي دي.
“راټولشوي بېکیفیته او تاریختېر توکي د له منځهوړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.”
عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او نورو تاسیساتو څخه د نظارت په پایله کې د تاریختېره درملو او خوراکي توکو د له منځهوړلو راپور ورکړی و.

