د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په برازیل کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون (UNFCCC) لخوا د اقلیمي بدلون کنفرانس (COP30) ته د افغانستان پلاوي پر نهوربللکېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې دا مهال د افغانستان خلک د وچکالیو، سېلابونو، د یخچالونو د ویلي کېدو، د زراعتي محصولاتو کمښت، ځمکښويېدنې، د ژوند بڼو له منځه تللو او د اقلیمي بدلون له امله له جبري کډوالۍ سره مخ دي.
په اعلامیه کې اندېښنه څرګنده شوې چې له یادو ستونزو سره سره د اقلیمي بدلون په اړه په دې نړیوال کنفرانس کې د افغانستان پلاوي ته بلنه نه ده ورکړل شوې، ترڅو هلته د افغانانو چاپیریالي حقونو ته د پاملرنې او له نړیوالو مالي مرستو څخه د افغانانو د محرومیت غږ پورته کړي.
اعلامیه کاږي: “د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د ملي او نړیوالو موسسو او اړوند نهادونو سره په همغږۍ، د افغانستان د پلاوي د ګډون لپاره د یو همغږي میکانیزم د رامنځتهکولو او د لار نقشې د جوړولو په برخه کې بشپړ چمتووالی درلود، خو د افغانستان خلکو ته په دې کنفرانس کې د ګډون حق نه ورکول د اقلیمي عدالت، نړیوالې همکارۍ او بشري پیوستون خلاف عمل دی”
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې همداراز لیکلي چې په دې او دې ته ورته نړیوالو ناستو او کنفرانسونو کې د افغان پلاوي نه دعوت دا ثابته کړې چې ملګري ملتونه د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانانو د حقونو په تامین کې نړیوال عدالت نه رعایتوي.

