ډېر لوستل شوي

کندوز کې د پستې ځنګلونو د پرېکولو مخه نیول شوې

د کندوز ځايي مسوولین وایي چې د یاد ولایت د «دشت‌‌ارچي» ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د پستې ځنګلونو د پرېکولو مخه نیول شوې ده.
د دغه ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې په کندوز کې د قدرتي زېرمو، په ځانګړي ډول د پستې د ځنګلونو د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “هغه کسان چې له څو ورځو راهیسې یې د پستې ونې پرېکولې، د دشت ارچي ولسوالۍ د کرنې مدیریت د کارکوونکو له لوري د امنیتي ارګانونو په همغږۍ وپېژندل شول او ونیول شول. د نیول‌شویو کسانو دوسیې د قانوني څېړنو او عدلي تعقیب لپاره اړوندو قضایي ادارو ته سپارل شوې دي.”
د کندوز کرنې ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د پستې ځنګلونو او نورو طبیعي شتمنیو د ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو په صورت کې سمدستي اړوند ادارو ته خبر ورکړي.
سرچینې لیکلي چې دا اقدامات د هېواد د قدرتي زېرمو د خونديتوب، د چاپېریال د ساتنې او د قانون د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي.

اړوند خبرونه