د عدلیې وزارت له هغو دفترونو سره د قانوني چلند خبرداری ورکړی، چې د ملکیتونو په معاملو کې بېاحتیاطي کوي او یا یې په ناقانونه توګه ترسره کوي.
د ياد وزارت ویاند قاري برکتالله رسولي ویلي، وزارت ته داسې راپورونه رسېدلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر د رهنمای معاملات دفترونه یو ملکیت یو ځل یوه پېرودونکي ته او بیا هماغه ملکیت بل پېرودونکي ته، له لومړي کس له خبرتیا پرته، پلورلی دی.
ښاغلي رسولي زیاته کړې، دغه ډول تکراري پلور یا «بیع فضولي» د جعلکارۍ یوه بڼه ده چې د خلکو د مال او پیسو د ضایع کېدو او د شخړو لامل کېږي. همدارنګه، هغه د ودانیو د مخکېپلورلو (بیع معدوم) معاملو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دا کار اکثراً د پلورونکي او پېرودونکي ترمنځ شخړه راولاړولی شي.
عدلیې وزارت د رهنمای معاملات ټولو دفترونو ته سپارښتنه کړې، چې له داسې معاملو څخه جدي ډډه وکړي، ځکه که دا کار دوام وکړي، د یادو دفترونو جوازونه به لغوه شي او مسوولین به یې قانوني تعقیب شي.
وزارت همدارنګه ټینګار کړی، چې د ملکیت د پلور پر مهال باید د ملک قباله یا شرعي وکالتنامه شتون ولري، څو د پېرودونکو د سرګردانۍ مخه ونیول شي.
عدلیې وزارت په پای کې یادونه کړې، چې د امارتي ځمکو او یا د هغو ملکیتونو چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تر څېړنې لاندې دي، پېر او پلور په کلکه منع دی، او که څوک دا ډول ناقانونه معامله وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

