ډېر لوستل شوي

د جوزجان – بلخ په لویه لار کې د ترافیکي پېښې له امله مرګ‌ژوبله رامنځته شوې

د جوزجان او بلخ ترمنځ په عمومي سړک کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د فیض‌آباد ولسوالۍ د امنیې قوماندان مولوي سردار مبارز ویلي، چې پېښه د کرولا موټر د سرعت پر مهال د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د ښاغلي مبارز په وینا، د پېښې قربانیان د شبرغان ښار اوسېدونکي دي او ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
مسوولین د ترافیکو په مدیریت کې د پېښې علت د موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي او د سرعت زیاتوالی بللی دی.

اړوند خبرونه