د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم په افغانستان کې د بشري همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا رټواټي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د اړیکو د پیاوړتیا، د جبري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
ډاکتر محمدنعیم څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دی چې د افغانانو په خیر کار کوي، او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له افغان حکومت سره ګډ ګامونه پورته کړي.
ښاغلي نعيم له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر مهال روان چلند د بشري، اسلامي او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې بللی او په وينا يې، نړیواله ټولنه باید په دې اړه غږ پورته کړي.
د ملګرو ملتونو استازي د افغانستان د امنیتي ثبات او لرې پرتو سیمو ته د خدمتونو د رسېدو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له محدودو سرچینو سره سره به د افغانانو او راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

