عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار او بلخ ولایتونو له یو شمېر درملتونونو، زیرمتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دویمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو او زیرمتونونو څخه ۹۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته لېږدول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې همداراز په بلخ کې هم ۲۱ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شوي دي.
عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او نورو تاسیساتو څخه د نظارت په پایله کې د تاریختېره درملو او خوراکي توکو د له منځهوړلو راپور ورکړی و.

