ډېر لوستل شوي

د کندوز مرستیال والي د تاجکستان له راغلي لوړپوړي پلاوي سره کتلي

د کندوز مرستیال والي، مولوي حبیب الرحمن صهیب د تاجکستان «ختلان» ولایت له مرستیال والي، فیض الله زاده او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره ناسته کړې او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
امید راډیو ته د دغه ولایت مقام په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې تاجکستاني پلاوي له افغان سوداګرو غوښتي چې په ختلان ولایت پانګونه وکړي او ترڅنګ د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او په سرحدي سیمو کې د ګډو امنیتي همکاریو پر پياوړتیا هم خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د کندوز مرستیال والي، د سوداګریزو توکو د انتقالاتو په برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې شریکې کړې او په یاد ولایت کې یې د سوداګرو لپاره د ویزو او نورو برخو کې د آسانتیاو برابرولو په موخه د قونسلي خدماتو برابرولو غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې د مولوي حبیب الرحمن صهیب په حواله دا هم ویل شوي چې سیمه‌ییزه رهبري هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره په سوداګریزو، ټولنیزو، امنیتي او سیاسي برخو کې ښې اړیکې ولري.

اړوند خبرونه