کورنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د کندهار – هرات پر لویه لاره د ټرافیکي پیښې اړوند په یوه پیغام کې ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا او د شهیدانو کورنیو ته د زغم غوښتنه کړې ده.
وزارت لیکلي چې د یاد ټکر تر رامنځته کېدو وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او د پیښې قربانیانو او ټپیانو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي دي.
دغه وزارت په یوه سپارښتنه کې ویلي: کورنیو چارو وزارت په راتلونکي کې د داسې پیښو د نه رامنځ ته کیدو په موخه له ټولو ترانسپورتي شرکتونو غواړي چې مسلکي چلوونکي په کار وګوماري. کورنیو چارو وزارت له موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال د ځان او نورو خیال وساتي.