کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په هرات کې د وسلهوالو غلو هغه ۱۴ کسییزه ډله نیول شوې چې په یاد ولایت کې یې له خلکو مبایلونه او موټرسایکلونه غلا کول.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې یادو کسانو به د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې غلاوې کولې او ځینې کسان یې وژلي هم وو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې ډلې څخه اووه ډوله وسلې، درې موټرسایکلونه او یو شمېر موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.
د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو سلګونه کسان نیولي او اړوندو ارګانونو ته ورپېژندلي وو.
کورنیو چارو وزارت بار بار ټینګار کړی چې د اسلامي امارت پولیس به د هغو کسانو د فعالیتونو مخه نیسي چې د ټولنې امنیت ګډوډوي او د هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

