ډېر لوستل شوي

اجمل میوندي د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره د «ماشين خانې پروژې» په اړه خبرې کړې

د اغاخان فرهنګي خدمتونو رییس، اجمل میوندي د اطلاعاتو او کلتور له وزیر، شیراحمد حقاني سره په کتنه کې د ماشين خانې پروژې د بشپړېدو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې میوندي ویلي، د یادې پروژې ټولې چارې په تخنيکي او مسلکي ډول د عصري وسايلو پرمټ ترسره شوي دي.
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزير د فرهنګي او تاريخي ځايونو ساتنه او بیارغونه د یاد وزارت کاري لومړيتوبونه بللي او په ماشين‌ خانه کې یې د هېواد په کچه د داسې ستر فرهنګي بازار جوړولو خبره کړې چې د کتابونو، هنري توکو او لاسي صنايعو دايمي نندارتونونه به پکې پرانیستل شي.
سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې همداراز په قطر هيواد کې د اسلامي هيوادونو د ګډ موزيم لپاره له افغانستان څخه د تاريخي آثارو د انتقال پر څرنګوالي هم بحث شوی او یاد نندارتون نړۍ ته د افغانستان د غوره فرهنګي تصوير وړاندې کولو لپاره ګټور بلل شوی دی.

اړوند خبرونه