د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي رحمتالله نجيب له «سوداګرو او صنعتکارانو سره د ملا عبدالغني برادر اخوند ناسته» کې ويلي، چې د ترکيې په کوربهتوب مذاکراتو کې پاکستاني پلاوي له افغان پلاوي څخه يو شمېر نامعقوله غوښتنې درلودې.
د ياد وزارت مرستيال زياته کړې، چې پاکستاني پلاوي له افغان لوري غوښتي په پاکستان کې جګړه مهار کړي او د اسلامي امارت مشرتابه دې د روانې جګړې د درولو په تړاو فتوا صادره کړي، نو د پاکستان جنګونه خپل دي، موږ یې په اړه فتوا نهشو صادرولی.
د ښاغلي نجيب په وينا، په دې مذاکراتو کې کې افغان لوري هم له پاکستاني لوري غوښتي چې په پاکستان کې د داعیش خوارج مسوولين اسلامي امارت ته وسپاري او دغه رازه د کابل او اسلاماباد سوداګرۍ بايد سياسي نهشي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال ويلي، دا چې پاکستاني لوري ټولې غوښتنې غيرمعقولې وې نو افغان پلاوي دا په وس کې ونه؛ نو په همدې بنسټ ياد مذاکرات پرته له کومې پايلې پايته ورسېدې.

