ډېر لوستل شوي

زابل او غزني کې د دریو ترافیکي پېښو له امله ۹ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې

په زابل او غزني ولایتونو کې د دریو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې په غزني ښار او بند اب ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو ښځه مړه او پنځه کسان نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د زابل امنیې قوماندانۍ هم ویلي چې د یاد ولایت مرکز، کلات ښار اړوند جلدک سیمې ته څېرمه د کابل – کندهار په لاره د دوو موټرو د ټکر له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دې پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.
د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه