ډېر لوستل شوي

د فراه او جنوبي خراسان والیانو د سرحدي توکو د لېږد نوې لارې چارې څېړلې دي

د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد او د ایران د جنوبي خراسان والي هاشمي د دواړو هېوادونو د «ماهيرود» په ګډه پوله کې سره لیدلي او د سرحدي سیمو د سوداګریزو توکو د لېږد پر اسانتیاوو او لارو چارو یې بحث کړی دی.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د فراه او جنوبي خراسان والیانو د توکو د لېږد اسانتیاوې، ستونزې او د همکارۍ د لا پراختیا لپاره اغېزمنې لارې چارې څېړلې دي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو په ياده سیمه کې له ګډ بازاره هم لیدنه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې «ماهیرود» د افغانستان او ایران ترمنځ له هغه مهمو لارو څخه دی چې د هرات اسلام‌کلا او د نيمروز د ورېښمو لارو ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

اړوند خبرونه